دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 143176
نن په فراه کی د کانکور آزموینه اخیستل کیږی
په فراه ولایت کی سیمه ایز مقامات وایی چی یو هیات د کانکور د آزموینی د برګزاره کولو لپاره دا ولایت ته راغلی او د کانکور آزمونه نن اخیستل کیږی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، محمد ناصر مهری، د فراه والی ویاند افغان غږ خبری آژانس و خبرنګارانو ته وویل چی د کانکور د رامنځته کولو لپاره یو ۳۶ کسیزه هیات د یکشنبه په ورځ دی ولایت ته راغلی دی او د بایومتریک او کارت ویش کارونه یی ترسره کړی دی.
هغه وویل چی ددی ولایت کانکور آزموینه نن جمعه د ۱۷۰۰ تنو په ګډون ترسره کیږی.
د فراه والی ویاند وویل چی دا شمیر، ۲۴۷ تنه انجونی او ۱۲۱۶ تنه هلکان تشکیلوی.
هغه وویل: د کانکور آزموینه د پوښتنو بانک قفل په خلاصیدو سره د سهار په اته بجی په رسمی ډول سره شروع کیږی.
مهری ټینګار وکړ چی هیڅ یو په دی پروسه کی د مداخلت حق نه لری.
دا په داسی حال کی دی چی تیرکال کی ۱۵۰۰ تنه کانکور آزموینی ته راغلی وو چی ددی څخه ۱۱۲۳ تنه توانیدلی چی عالی او نیمه عالی زده کړو موسساتو ته لاره ومومی.
https://avapress.com/vdchqxnz-23nkzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته