دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۱
د مطلب کود : 143366
د انترنتي خدمتونو د خوندیتوب قانون مسوده عدليې وزارت ته وسپارل شوه
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، چې د سایبر یا انترنتي خدمتونو د خوندیتوب قانون مسوده عدليې وزارت ته سپارل شوې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، په افغانستان کې انترنتي خدمتونه مخ پر غوړیدو دي؛ خو د تنظیم او د معلوماتو او اصلاعاتو د خوندیتوب لپاره قانون نشته.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست سید احمد شاه سادات وايي، چې دغه قانون به ټول اطلاعات او معلومات خوندي کړي او ناقانونه کاروونکي به وپېژندل شي.
د معلوماتي تکنالوژۍ کارپوه سلیم ساعي وايي، د سایبري معلوماتو خوندیتوب ته جدي پاملرنه په کار ده.
هغه په دغه برخه کې د قانون د مسودې جوړیدل مهم ګڼي.
سایبري یا انترنتي بریدونه په ټوله نړۍ کې معمول دي او انترنتي غله د بېلا بېلو لارو د خلکو معلومات او اطلاعات پټوي.
د افغانستان د یو شمېر ادارو انترنت پاڼې هم څو وارې د انترنتي غلو لخوا تړل شوې وې.
https://avapress.com/vdciqpazqt1a5p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته