دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 145669
د عطا محمد نور، دوستم، محقق د ائتلاف په اړه د مشرانو جرګې رئیس غبرګون

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د د عطا محمد نور، عبدالرشید دوستم، او محمد محقق په مشري د افغانستان د نجات لپاره د ايتلاف عالي شورا د جوړیدوه په غبرګون کې وویل، چې هغه لوړ رتبه افغان چارواکي چې نوی ائیتلاف يې جوړ کړی باید له خپلو رسمي دولتي دندو استعفا ورکړي.

ښاغلي مسلمیار له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي “که د حکومت د اصلاح لپاره ائتلافونه جوړېږي او په حکومت کې داخل د اپوزېشن خلک د اپوزېسیون سلسله غوره کوي نو ښه دا ده چې دوی له خپلو دندو استعفاوې ورکړي او یا هم د خپلو داشان پروګرامونو څخه لاس په سر شي.؛

نوموړې زیاته کړه ” دوی په نظام کې واړه خلک نه دي، په ځانګړي ډول دوه تنه يې د نظام په رهبرۍ کې دي باید کېنې او خپل پروګرامونه شریک کړي، په دې ډول چې هم په نظام کې اووسې او هم په اپوزېسیون کې د اخلاقو او قانون له اړخه سمه نه ده.”

د “افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا” په نوم ايتلاف عالي شورا د جمعې په ورځ خپل موجوديت اعلان كړ.

د دغې تلوالې بنسټګر د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د خلکو اسلامي وحدت او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوندونه دي.

د دغو ګوندونو مشران وایي، په هېواد کې د نظام د سقوط او د ګډوډيو د مخنيوي لپاره سره راټول شوي دي.

دوی له افغان ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي چې د دوی په ټکو له خپلو “ناقانونه اقداماتو” دې لاس واخلي.

له دې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د نوې ائتلاف په اړه ویلي وو، چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د نظام د کمزوري کولو هڅه وکړي.

نومړې تیره ورځ په یوه بیان کې لیکلي وو، چې د هر هغه ایتلاف هر کلی کوي، چې د هېواد او ملت په ګټه وي او د نظام د قوت لپاره کار وکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې د هر هغه اېتلاف پر وړاندې درېږي چې د نظام د کمزورۍ او خرابولو هڅه وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3n9qyak9t34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته