دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 145763
هرات کی ۱۰ملیون دالرو په ارزښت کیمیاویی مواد د امنیتي له خوا کشف او ضبط شول
د هرات ولایت چارواکي ویلی، په دی ولایت کې لس میلیون ډالرو په ارزښت کیمیاوي توکي مواد نیول شوی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت له امنیه قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی، چې دغه نشه يي توکي، چې ۲۰ ټنه وزن لري په ۱۰۰۰ بوشکو کې ځای پر ځای شوی و.
خبر پانه وایی، قاچاق وړونکو غوښتل دغه توکي چې د نشه يي توکو په ځانګړې ډول د هیروینو په پروسس کې ترې کار اخستل کېږي، یوه سویلي ولایت ته انتقال کړي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او ضبط شول.
سرچنیوی وایی، چې د دغو کیمیاوي توکو د قاچق په تړاو یو تن نیول شوی او په دې اړه پلټنې روانې دي.
https://avapress.com/vdcb0sb8frhbazp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته