دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 145937
کندهار ولایت په عینو ښارګوټې کې  فابریکه جوړیږی
د افغان ملي سیمه ییز سوداګر او هندي مختصصان هڅه کوي تر څو په کندهار کې د درمل جوړونې یوه فابریکې جوړه کړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د ښار او کور جوړونې وزارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې ویلی، ښاغلي کرزي په دې اړه له یاد وزارت څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
په همدې اړه د ښار او کوړ جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري او ملي سوداګر محمود کرزي د کتنې پر مهال په دغه پلان خبرې وکړې.
محمود کرزي وایی، چې د کندهار ولایت سوداګران په پام کې لري چې دغه فابریکه د دی ولایت اړوند په عینو ښارګوټې کې جوړه کړي.
خبرپانه ویلی، چې نادري له دغه پلانه هرکلی او خپل ملاتړ اعلان کړه.
ښاغلي نادري زیاتیوی، د یاد فابریکه باید د صنعتي پارک په یوه مشخصه ساحه کې جوړه شي تر څو په سیمه کې ځايي اوسېدونکې د کیمیاوي موادو له خطره مصون پاتې شي.
https://avapress.com/vdcexn8zfjh8eoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته