دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 149334
جنرال عبدالرازق: کندهار کې مو د طالبانو د قوماندې پرمرکز برید کړی

افغان امنیتي ځواکونه له تیرو څو اونیو راهیسې د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ښکیل دي.
افغان امنیتي ځواکونه له تیرو څو اونیو راهیسې د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ښکیل دي.
په کندهار ولایت کې افغان امنیتي چارواکو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د قوماندې پر یو سترمرکز باندي برید کړی دی.

امنیتي چارواکي وايي چې د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کېد وسله والو طالبانو د قوماندې پردغه مرکز په برید کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه يې افغان ځواکونو ژوندي نیولي دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چې د شاولی کوټ ولسوالۍ په کجور سیمه کې ځانګړو افغان ځواکونو تېره شپه لس بجې پر دغه مرکز برید کړی دی.

جنرال عبدالرازق امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې وسله والو طالبانو د کندهار په شمالي ولسوالیو کې د جګړې رهبري او پر نظامي مرکزونو د بریدونو پلانونه په همدې مرکز کې جوړول.

جنرال عبدالرازق وویل " دا په سیمه کې د وسله والو طالبانو د جګړې د رهبري کولو او د وسله والو مهم پټنځای وو په ۶ تنو وژل شویو وسله والو کې مهم کسان شامل دي او دغه راز ۹ تنه نیول شوي کسان تر پلټنو لاندې دي ، ۱۵ موټرسایکلونه، ۴ عرادې موټران، ستر مخابروي سیستم، زیاتي وسلې او چاودیدونکې توکي هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي".

شاولي کوټ د کندهار ښار په شمال ۱۰۰ کيلو متري کې موقعيت لري چي د زابل او ارزگان ولايتونو له نا امنه سيمو سره گډه پوله لري.

دغه راز د کندهار ـ ارزگان لويه لار هم له همدې ولسوالی څخه تېره شوې.

لس ورځي مخکې هم د قاطع ماموریت د هوايي بریدونو په ترڅ کې د شاولي کوټ ولسوالۍ د سیاسنګ او بوري سیمو کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو په بریدونو کې د ۴۲ طالب وسله والو د وژلو خبر ورکړل شوب و، خو طالبانو په دومره شمېر د خپلو وسله والو جنګیالیو وژل رد کړي وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه د شاولي کوټ ولسوالی د تیرې شپې د عملیاتو په اړه کومه تبصره نده کړې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjthevxuqextz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته