دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۶:۳۴
د مطلب کود : 163097
جنرال عبدالرازق پر کور باندی برید
تیر ماښام کندهار سپین بولدک ولسوالی کې جنرال عبدالرازق پر کور باندی ډله ایز برید شوی چی پنځه تنه پکی وژل شوي دی.

ځایي امنیتي سرچینې وایي، پیښه تیر ماښام شاوخا اووه نیمې بجې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې درې تنه ځانمرګي او دوه پولیس سرتېري وژل شوي.
سرچینې زیاتوي، چې لومړی یوه ځانمرګي بریدګر د جنرال عبدالرازق کور ته څېرمه خپل چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
د سرچېنو په وینا، د چاودنې په پایله کې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې دوه ځانمرګي او دوه پولیس سرتېری ووژل شول.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
کندهار د افغانستان د نا ارامو ولايتونو له ډلې څخه دی چې په دې وروستيو کې نا ارامو پکې لږ نور زور هم اخيستی دی .
 
https://avapress.com/vdcb9fb8zrhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته