دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 150893
د امریکا دفاع وزیر: افغان ځواکونه د لومړي ځل لپاره په تهاجمي حالت کې دي

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس وايي، په تېرو ۱۶ کلونو کې د لومړي ځل لپاره افغان امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه په دې هېواد کې د مخالفو وسله‌والو خلاف تهاجمي جګړه کې ښکېل دي او د تېر کال په مقایسه‌یې، تلفات هم کم شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د دې هېواد د سنا د وسله‌والو خدمتونو د کمېټې هغې ځانګړې غونډې ته وکړې چې د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعيت په اړه جوړه شوې وه.

دې کمېټې ته د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزېف ډانفورد هم د افغانستان د وضعيت او د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه معلومات ورکړل.

د امریکا د سنا د وسله‌والو خدمتونو کمېټې ته په وینا کې د دې هېواد د دفاع وزیر جېمز مټېس امریکايي سناتورانو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ نوې ستراتېژي د امریکا د دې اوږدې جګړې د ګتلو لپاره غوره لاره ده.

جېمز مټېس چې تازه د کابل له سفره ستون شوی، وویل چې د ناټو هوايي ملاتړ افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې پیاوړي کړي دي.

ښاغلي مټېس زیاته کړه:
"د تېرې میاشتې راهیسې په دې اوږده جګړه کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان ټولې شپږ قول اردوګانې په تهاجمي عملیاتو کې ښکېلې دي، په دې وروستیو میاشتو کې د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې کمه اندازه ملکي تلفات رامنځته شوي، په خواشینۍ سره چې پر ولسي خلکو د طالبانو بریدونو دوام درلود، سره له دې چې طالبان هڅه کوي د جګړې د دې فصل له پای ته رسېدو مخکې، د ولسوالیو او ولایتونو مرکزونه ونیسي، خو دوی په شا تنبول شوي، وړو کمیني بریدونو او چاودنو ته‌یې مخه کړې. تر ټولو مهمه دا ده چې د افغان امینتي ځواکونو تلفات د تېر کال په مقایسه راکم شوي دي."

د امریکا د دفاع وزیر امریکايي سناتورانو ته وویل چې په افغانستان کې اکثریت خلک د طالبانو ملاتړ نه‌کوي او د امریکا د نوې ستراتېژۍ اعلان دغلته د خلکو پر روحیې ښه اغېز کړی دی.

جېمز مټېس له دې سره په یو وخت خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د امریکا وتل به یو لوی خطر وي.

مټېس د امریکا نوې ستراتېژي په سیمه کې شتو چلنجونو ته په پام، یوه هر اړخیزه ستراتېژي وبلله او زیاته‌یې کړه چې په دې ستراتېژۍ کې له افغانستانه بهر د ستونزو سیمه‌ییز اړخ او د سیمې د هېوادونو رول په پام کې نیول شوی دی.

نوموړي هندوستان ته خپل تازه سفر ته په اشارې وویل:

"تېره اوونۍ هندوستان ته زما سفر د دې لپاره و چې له هندوستان څخه په افغانستان کې د دوی د پرله‌پسې او سخاوتمندانه پراختیايي ملاتړ څخه مننه وکړم، موږ پر هغو لارو د همکارۍ په اړه بحث وکړ چې له مخې یې د سیمې اوږدمهاله ثبات او امنیت بهتر شي، موږ به د پاکستان رول ته قاطعانه پاملرنه وکړو، ناټو غواړي چې په اسلام‌اباد کې یې غږ واورېدل شي او ومنل شي."

خو د سنا د وسله‌والو خدمتونو د کمېټې په همدې غونډه کې د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزېف ډانفورد وویل، په افغانستان کې لا هم دوی له په ټپه ولاړ حالت سره مخ دي.

د امریکا دې لوړپوړي پوځي قوماندان چې په افغانستان کې یې هم د نړیوالو ځواکونو د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې، د پاکستان رول مهم وباله. 

جنرال جوزېف ډانفورد د یو امریکايي سناتور د یوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې یا «ای، اېس، ای» او ترهګرو ډلو ترمنځ اړیکې تأیید کړې او ویې‌ویل:

"دا ماته روښانه شوې چې «ای، اېس، ای» له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري."

خو په عین حال کې نوموړي د امریکا هغو هڅو ته اشاره وکړه چې غواړي افغانستان او پاکستان په ګډه د ترهګرو پر ضد مبارزه کې، له یو بل سره همکاري وکړي.

جنرال حوزېف ډانفورد وویل چې په دې برخه کې د ده په باور په تېرو څو کلونو کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی، خو ویې‌ویل، په دې اوونۍ کې کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر باجوه سفر هڅوونکی دی.

جنرال جوزېف ډانفورد همدارنګه ټینګار وکړ چې دوی د افغان ولسمشر اشرف غني د هغه پلان ملاتړ کوي چې غواړي ځانګړي افغان ځواکونه زیات او هغه چې ډېر مؤثر نه‌دي، راکم کړي.

د امریکا دې دواړو لوړپوړو چارواکو په افغانستان کې د افغانانو په مشرتابه د سولې په هڅو ټینګار وکړ، خو ویې‌ویل، د وسله‌والو طالبانو سره سوله هغه مهال ممکنه ده چې هغوی ډاډمن شي چې د جګړې په ډګر بریا نه‌شي تر لاسه کولای او د دوی په وینا، د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې دې ټکي ته پام شوی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9gb8frhbswp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته