دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۱۷
د مطلب کود : 150990
د پاکستان ځواک د آی.اس. آی اړیکه د تروریستی ډلو سره تایید کړه

 

 

د امریکایی سناتورانو څخه یو تن اخیرو خبرو په اړوند چی پاکستان نظامی استخبارات سازمان د تروریستی ډلو سره اړه لری، پاکستان ځواک ویاند په نتیجه کی دا اړیکه ومنله او تایید یی کړه.

 

د افغان غږ خبرګزاری بین الملل سرویس په ګزارش سره، تورن جنرال آصف غفور، د پاکستان ځواک ویاند چی تیره ورځ(پنج شنبه) په یو خبری ناسته کی په لاورپندی کی خبری کولی، امریکایی سناتورانو خبرو ته په اشاره سره، ددی هیواد استخباراتو اړیکه د تروریستی ډلو سره تایید کړه. خو ټینګار وکړ چی پاکستان حکومت د هیڅ تروریستی ډلی څخه ملاتړ نه کوی.

 

جنرال غفور ددی هیواد استخباراتی سازمانونو اړیکه د تروریستی ډلو سره، ددی سازمانونو عادی فعالیتونو څخه وبلل او وویل: هیله کوم چی پوه سی، د اړیکی درلودل او ملاتړ کول دوه بیل کارونه دی. ماته یو استخباراتی سازمان نوم واخلی چی د تندرو یا تروریستی ډلو سره اړیکه ونه لری. هر یو لری. که دا اړیکه د ګواښ د منځه وړلو لپاره وی، نو یو مثبت اقدام دی.

د طلوع نیوز په ګزارش سره، جوزف دنفورد، د امریکا ځواک مشترک ستاد مشر ویلی دی چی آی اس آی د تروریستی او افراطی ډلو سره اړیکه لری.

دنفورد ویلی دی: فکر کوم چی دا زما لپاره واضح دی چی آی اس آی د تروریستی ډلو سره اړیکه لری.

دا لمړۍ ځل دی چی پاکستانی نظامی چارواک ددی هیواد استخباراتی سازمان او تروریستی ډلو اړیکی باندی اعتراف کوی، که څه هم مخکی پاکستان په دی اړیکو باندی تورنیدل خو پاکستان به هر وخت ردوله.

https://avapress.com/vdcjhyevyuqeihz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته