دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 152356
سیګار: افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمې ډېرې شوې

ارګ وايي طالبان د افغانستان په ځینو سیمو کې نفوذ لري خو پر ډیر سیمو واکمن ندي.

د افغانستان د بیاجوړنې په چارو کې د امریکا مفتش یا سیګار وايي چې طالبان دا مهال د افغاستان په ۵۴ ولسوالیو باندې یا پوره واکمن دي یا پرې نفوذ لري.

د سیګار د یوه تازه راپور له مخې د ۲۰۱۷ کال د اګست تر میاشتې د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو له ډلې یې" اورپکي په ۱۳ ولسوالیو مستقیم کنترول او په ۴۳ نورو یې نفوذ لري".

راپور وايي دا له ۲۰۰۲ راپدېخوا په افغانستان کې تر ټولو ډېره سیمه ده چې طالبان پرې واک او او یا نفوذ لري. سیګار وايي د طالبانو د کنترول او نفوذ لاندې ولسوالیو کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه خلک ژوند کوي.

سیګار نه دي ویلي چې دا ولسوالۍ د افغانستان په کومو ولایتونو کې دي، خو طالبان تر ډېره په جنوب او جنوب ختیځ کې فعاله دي.

سیګار راپور ته په غبرګون کې د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال امریکا غږ ته وویل "دا په دې مانا نه ده په کومو سیمو کې چې زموږ واک نه وي په هغوې کې دې خامخا د طالبانو واک وي. موږ له ځینو ولسوالیو د ځینو خاصو دلایلو او ستراتیژیک پلان له مخې وتلي یو. شاید طالبان د ځینو ولسوالیو په مرکز حاکمیت ولري، خو دا دایمې نه دی. موږ د افغانستان په اکثریت سیمو او خاورې تسلط لرو".

ښاغلي مینه پال وویل د افغان حکومت د شپږ کلن امنیتي پلان له مخې ټاکل شوې چې له ټولو سیمو طالبان او نورې وسله والې ډلې وشړل شي.

تر دې مخکې سیګار په خپل کلني راپور کې ویلي وو چې افغان حکومت د ۴۰۷ ولسوالیو په ۶۰فیصده حاکمیت او پر ۱۱ ولسوالیو د طالبانو کنترول دی. څرګنده نده چې سیګار د طالبانو تر واک لاندې سیمو په اړه معلومات له کومه کړل، خو دغه اداره د امریکا د استخباراتو محرمو اسنادو ته د لاسرسي سربیره پخپله د اړوندو مسایلو په اړه خپلواکه پلټنې کوي.

د متحدو ایالتونو کانګرس د افغانستان د بیاجوړنې په چارو کې د امریکا مفتش (سیګار) اداره جوړه کړې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchminz-23nmxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته