د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس سره چې د یاد هېواد د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، پر جمهور رئیس سربېره د ملي یووالي حکومت د رهبرۍ ټولو غړو په کې حضور درلود، په پیل کې جمهور رئیس غني د امریکا د جمهور رئیس مرستیال ته د ښه راغلاست پرمهال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د تروریزم ضد ګډې مبارزې په برخه کې د یاد هېواد د سرتېرو د قربانیو ستاینه وکړه او د افغانستان حکومت او خلکو سره یې د امریکا متحدو ایالتونو د دوامداره مرستې او همکاریو قدرداني وکړه.
دواړو لورو ۲۰۱۷ میلادي کال د افغانستان د امنیتي او دفاعي سکتور د انکشاف او د نشه یي توکو پر ضد د هدفمندې مبارزې په برخو کې له لاسته راوړنو ډک کال وارزاوه او پر وخت یې د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو ټينګار وکړ.
جمهور رئیس په دې کتنه کې وویل، د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو اړیکې د دواړو هېوادونو پر ګډو او ستراتیژیکو ګټو ولاړې دي او تر پخوا زیاتې پیاوړې کېږي.
جمهور رئیس غني د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا متحدو ایالاتونو نوې ستراتیژي د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې مهم فرصت وباله او د هغې پر تطبیق یې ټینګار وکړ.
همدارنګه د هېواد جمهور رئیس په دې کتنه کې له فساد سره د مبارزې، هر اړخیزو اصلاحاتو راوړلو او سیمه ییزو همکاریو په برخو کې د افغانستان حکومت د لاسته راوړنو یادونه وکړه وې ویل: په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ثبات او انکشاف لپاره مهم دی.
د امریکا متحدو ایالتونو د جمهور رئیس مرستیال د ده او ورسره پلاوي د تاوده هرکلي له امله د افغانستان حکومت څخه په مننې وویل: د امریکا متحده ایالات تل د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ وو او دا ملاتړ به په بېلابېلو برخو کې ادامه او پراختیا ومومي.
مایک پنس د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې او دغه راز له فساد سره د مبارزې، سولې پروسې، سیمه ییزې همکارۍ او ښې حکومتولۍ په برخه کې د افغانستان حکومت پرمختګونه وستایل.
د امریکا متحدو ایالتونو د جمهور رئیس مرستیال د دې ترڅنګ چې د اقتصادي ودې، سولې او امنیت د تامین په برخه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ وویل، د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتیژۍ اصلي محور د افغانستان سوله ، ثبات او سوکالي ده.