دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 157885
کرزي: امریکا دې پر پاکستان پوځ او استخباراتو بندیزونه ولګوي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا متحده ایالاتو له حکومت څخه غوښتي چې د پاکستان پوځ او پر استخباراتو بندیزونه ولګوي.

نوموړی له اسوشیټیډ پرس خبرې اژانس سره د ځانګړي مرکې پر مهال ویلي، چې پاکستان لا هم وسله والو طالبانو ته امن ځایونه ورکوي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه، چې امریکا دې په پاکستان کې اقدامات وکړي او د پاکستان پوځ او پر استخباراتو بندیزونه وضع کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر په وینا، دی په پاکستان کې د جګړې ملاتړ نه کوي او نه هم غواړي چې د پاکستان ولس او خلک زیانمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو تل ادعا کړي چې د وسله والو طالبانو او د حقاني شبکې په ګډون د افغانستان ضد د نورو ترهګرو ډلو مشرتابه په پاکستان کې میشت دي.

امریکایي چارواکو هم له دې وړاندې ویلي وو، چې حقاني شبکې او وسله وال طالبان لا هم د پاکستان په خاوره کې امن ځایونه لري.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت چارواک وایي، ترهګرې ډلې، په خاصه توګه د حقاني ترهګرې شبکې لا هم د پاکستان په خاوره کې امن ځایونه لري او له دې امله له پاکستان سره ټولې امنیتي مرستې ځنډوي.

د امریکا د بهرنیو چار وزارت ویاندې هیدر ناورت د جنوري په میاشت کې په یوه خبرې کفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې د پاکستان په هکله د واشنګټن د نویو پرېکړو په لړ کې دا ځل له دغه هېواد سره ټولې امنیتي مرستې هم درولې ده.

نوموړې زیاته کړه، چې دغه بندیزونه تر هغه به دوام ولري چې پاکستان حکومت د ترهګرو پر ضد او په خاصه توګه د طالبانو او حقاني شبکې پر خلاف پرېکنده اقدامات نه دي کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoaeviuqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته