دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۳
د مطلب کود : 157910
په تخار کې طالبانو ښارګوټۍ د امنیتی ځواکونو په لاس ولوید
د تخار سیمه ایز چارواکی د درقد په ولسوالی کې د طالبانو ښارګوټۍ د نیول کیدو څخه خبر ورکوی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، سنت الله تیمور؛ د تخار والی ویاند، د عمری ښارګوټۍ نیول کیدنه د نظامی عملیات لمړیتوبونو څخه وو چی د څو ورځو راهیسی رامنځته شوی دی. د هغه په وینا، دولت اوسنۍ تصمیم، ددی ښارګوټۍ تخریب دی خو بیا هم د آخرنۍ تصمیم لپاره د سیمی اوسیدونکو سره مشوره ترسره کیږی. دا ښارګوټۍ یو کال مخکې د طالبانو مالکیت او مدیریت سره جوړ شو او سیمی اوسیدونکې د طالبانو ترڅنګ کور او دوکان په رانیولو سره، خینی املاک په دی ښارګوټۍ کې ترلاسه کړی دی. اوس دولت ددی ښارګوټۍ نوم آزادی ایښی دی. په دی عملیاتونو کې ۱۸ تنه طالبان وژل شوی او ۲۱ تنه یی تپیان شوی دی خو امنیتی سرتیرو ته کوم زیان نه دی رسیدلی. طالبان د یو بیانیه په خپرولو سره دا خبره تکذیب کړی او ویلی دی چی د تخار په ولایت کې یو پراخ سیمه د هغوی په لاس لویدلی او په دی عملیات کې افغانستان ۱۲ امنیتی سرتیری وژلی دی. درقد ولسوالی د آمو په رودخانه کې یوجزیره په شان دی چی د افغانستان او تاجیکستان مرزونو په منځ کې موقعیت لری.
https://avapress.com/vdcizyazut1aw32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته