دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 158247
امریکا: د افغانستان وضعیت به راتلونکی کال نور هم خراب شي
د امریکا اطلاعاتي او استخباراتي بنسټونو د نړۍ د ګواښونو له کلنۍ څیړنو وروسته وړاندوینه کړې چې د افغانستان وضعیت به راتلونکی کال، د طالبانو د بریدونو زیاتوالي، ناپایداره سیاسي وضعې او ترهګرو څخه د پاکستان د ملاتړ له امله نور هم خراب شي.

د امریکا د ملي امنیت د رییس دانیل کوستز په ګډون نورو استخباراتي مسوولینو پرون سه شنبه د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د دغو څیړنو په اړه توضیحات ورکړي.

د امریکا استخباراتي او اطلاعاتي ټولنه له شپاړسو بنسټونو جوړه شوې، چې د دغه هیواد بهرني سیاست او امنیت لپاره په ټوله نړۍ کې فعالیت او څيړنه کوي.

دغو استخباراتي بنسټونو تیره ورځ په خپله اعلامیه کې ویلي: "د دوامداره سیاسي بې ثباتۍ، د طالب ترهګرو مسلسل بریدونه، د افغانستان امنیتي ځواکونو ناپایداره کړنو او د مالي سرچینو کموالي په نظر کې نیولو سره، کیدای شي چې راتلونکی کابل کې د افغانستان ټولیز وضعیت لا خراب شي."

دغه راپور کې همداشان ویل شوي چې کیدای شي د ملي وحدت حکومت د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدو کې له ستونزو سره مخ شي.

دغه راپور همداشان د افغانستان د اقتصادي رکود څخه خبر ورکړی ویلي یې دي چې افغانستان پر بهرنیو مرستو ولاړ دی.

د راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي: "د افغانستان امنیتي ځواکونه د خپلو بهرنیو همکارانو په مرسته کیدای شي چې عمده او له نفوس ډک مرکزونه ونیسي، خو د طالبانو فعالیتونو او د جګړو ساحو زیاتوالي سره به دغه مرکزونه له دوامداره زیان سره مخ شي."

امریکایي چارواکو همداشان پر پاکستان هم د ترهګرو د ملاتړ له وجې نیوکه کړې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc04qsm2bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته