دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۹
د مطلب کود : 160909
د لغمان ولایت مهترلام لمړنې سیمه ایز ځواکونو ډله ځای پرځای کیږی
افغانستان د سیمو د امنیت ساتلو لپاره، نوی ځواک د پخوانیو سرتیرو او پولیسو څخه رامنځته کوی او قرار دی چی لمړنۍ ډله ډیر ژیر مهترلام کې ځای پرځای شی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د نظامی چارواکو په وینا ددی ځواکونو جز او تام د سیمی مشرانو تضمین او افسرانو تضمین سره د سیمی قول اردو تضمین سره به استخدام شی.
هغه سرتیری چی په چارچوب کې استخدام کیږی باید د سیمی څخه وی خو هغه سرتیری چی زده کړې کړي کولای شی د دباندی څخه هم استخدام شی.
د نویو ځواکونو په تشکیل کې، سرتیری ملی ځواک سرتیرو ۷۵ سلنه حقوق او امتیازات او افسران یی هم ملی ځواک افسرانو حقوق او امتیازات به ولری.
ښاغلی رادمنش په دی اړه بی بی سی ته ویلی چی ددی ځواکونو تجهیزاتو میزان  د ملی ځواکونو پیاده ځواکونو ترحده پوری به وی او ملی اردو امر لاندی به فعالیت ولری.
دا ځواکونه په کلیو او ولسوالیو کې موظف کیږی او قرار دی چی لمړنۍ ډله چی ۱۹۳ تنه دی ډیر ژیر لغمان ولایت مهترلام کې ځای پرځای شی.
دفاع وزارت مسؤولین وایی چی که په لمړۍ مرحله کې ددی سرتیرو استخدامیدنه موثر واقع شی، نو دا استخدامیدنه به ادامه ولری.
 
https://avapress.com/vdcawwn6o49nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته