دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 162000
کجکي بند پراختيا لپاره د ۲۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت پروژه پلې کېږي
د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني وایي د کجکي بند پراختيا لپاره د ۲۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت پروژه پلې کېږي، چې له مخې به يې د ياد بند ظرفيت لوړ او پکې به اوبه زياتې مهار شي.
د هلمند ولایت مقام د دفتر له مخې، ښاغلي عثماني پرون د هلمند او نیمروز ولایتونو له والیانو او د ولایتي شورا له استازو سره یوځای په یوه خبرې کنفرانس کې د وینا پر مهال په دې اړه خبر ورکړ.
هغه وویل، چې د ملي يووالي حکومت او په ځانګړې توګه جلالتمآب جمهور ريس د اوبو د غوره مديريت لپاره پراخې هلې ځلې پېل کړي دي، چې پر مټ به يې د اوبو په تړاو وړې او غټې ستونزې هوارې شي.
ښاغلي عثماني زیاته کړه، چې د دې ترڅنګ د موسی کلا بند، د نوزاد بند او نهرسراج ويالې لپاره هم پروژې تر لاس لاندې دي، چې د موسی کلا بند پروژه تر تدارکاتي چارو وتلي، د نوزاد او نهرسراج پروژې هم د تدارکاتو په درشل کې دي، چې ډېر ژر به هغه بشپړې او عملي چارې به يې پېل شي.
د اوبو او برېښنا وزير له هلمند ولايتي ادارې او ولسونو څخه د مننې ترڅنګ هيله څرګنده کړه، چې د يادو پروژو د امنيت خونديتوب او د پلې کېدو په برخو کې دې همکاري او ملاتړ وکړي، ترڅو په سمه توګه ترسره شي.
https://avapress.com/vdce7w8z7jh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته