دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 163049
چارواکي: په غزني کې ۳۹ طالبان او یو افغان سرتېری وژل شوي
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز او اندړو ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۳۹ وسله وال طالبان او یو افغان سرتېری وژل شوي او ۱۸ وسله وال طالبان او یو افغان سرتېری ټپیان شوي دي.
د والي ویاند محمد عارف نوري نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو دغه هوايي او ځمکني عملیات له هغه وروسته د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف ترسره کړل کله چې وسله والو طالبانو د غزني او پکتیکا د لويې لارې د تړلو هڅه کوله اوپه یاده لاره کې یې جرونه وهل او په خبره یې چې وروسته بیا د یادې لارې په اوږدو کې پرمېشتو امنیتي پوستو او د اندړو ولسوالۍ اړونده په چازي وال سیمه کې پرمېشتو امنیتي پوستو د ډله ییزو بریدونو پلان درلود.
نوموړي وویل، د یادو وسله والو طالبانو له جملې دوه تنه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول، کله چې دوی غوښتل د یادې لارې په اوږدو کې د سړک پرسر ماین ځای
پر ځای کړي چې وروسته خپل ماین ورباندې چادونه کړې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5paz3t1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته