دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 163258
جنرال عبدالرازق: اسلامی ګوند خوشی شوي بندیان بیرته طالبانو سره یوځای شوي دی
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ویلی دی چی ګلبدین حکمتیار په مشری اسلامی ګوند هغه بندیان چی راخوشی شوي، بیرته طالبانو سره یوځای شوی او په دی لیکه کې خپل فعالیت پیل کړي دی.

نوموړی د سرنوشت له ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال ویلي، چې د طالبانو په لیکو کې د حزب اسلامي را خوشې شویو زندانیانو د فعالیتونو په اړه اسناد او شواهد وجود لري.
هغه دا هم ویلي، چې په کندهار ولایت کې وروستي ځانمرګي د حزب اسلامي پخواني زندانی له خوا ترسره شوې ده.
په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنه د مدرسې زده کوونکي وژل شوي وو.
په همدې حال کې جنرال عبدالرازق وایي، د حزب اسلامي یو بل پخواني زندانی چې د طالبانو په لیکو کې په ترهګریزو بریدونو بوخت و، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.
د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامي ګوند تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو په لیکو کې د حزب اسلامي د را خوشې شویو زندانیانو د کره شمېر په اړه هم معلومات په لاس کې نشته خو د کندهار امنیه قوماندان وایي دغه موضوع په کندهار کې د ناامنیو لامل شوې.
 
https://avapress.com/vdcamen6a49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته