دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۷
د مطلب کود : 164137
افغانستان دفاع وزارت تایید کړي چی داعش ډله ځینی کانونه کیندلي
افغانستان دفاع وزارت د ګلوبل وټنس موسسې راپور ترڅنګ وایی، د ننګرهار په شمول په ځینو ولایتونو کې کانونه د داعش ډلې له لوری کیندل شوی دی.

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي، اسلامي دولت نومې ډلې «داعش» په افغانستان کې د ځينو کانونو په کېندلو پیل کړی دی.
نوموړي د «ګلوبل وټنس» مؤسسې د وروستي راپور په اړه چې ویلي دي «داعش په افغانستان کې د کانونو کېندل پیل کړي دي.» وايي:"موږ هم دا نظر تأییدوو چې داعش او نورې مخالفې ډلې تل په همدې برخه کې خپلې هڅې لري چې سرمایه ترلاسه کړي او بیا د همدې پیسو له لارې وسلې او چاودېدونکي توکي له افغانستانه بهر وپېري."
دا په داسې حال کې ده چې د «ګلوبل وټنس» په نوم یوې غیر دولتي نړیوالې مؤسسې په خپل وروستي راپور کې ویلي دي، داعش د عربستاني او پاکستاني انجنیرانو په مرسته په افغانستان کې د کانونو کېندل پیل کړي دي.​
د دغې مؤسسې په راپور کې د ځینو کسانو په حواله چې هویت‌یې پټ ساتل شوی راغلي دي، اسلامي دولت ډلې یا داعش د ننګرهار په ځینو سیمو کې ماشینونه او نور تجهیزات ځای پر ځای کړي او عملاً یې د قیمتي ډبرو ایستل پیل کړي دي.
 
https://avapress.com/vdchxknzq23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته