دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 164628
د حکمتیار سولې وړاندیز په اساس طالبانو سره پټو خبرو په اړه نوی څرګندونې
طالب سرچینی او اسلامی ګوند پوری اړوند مسؤولین وایی چی طالبانو سره پټي خبری د سولې لپاره اوس جریان لری او دا وړاندیز د ګلبدین حکمتیار د سولې وړاندی په اساس پیل شوی دی.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسن تېره ورځ له طالبانو سره له دغو پټو خبرو پرده پورته کړه.
ښاغلي نېکلسن د چهارشنبې په ورځ د وېډیو کنفرانس له لارې په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د سولې بهیر د پرمختګ لپاره له وسله‌والو طالبانو سره پټې خبرې روانې دي او دا یې هم ویلي چې نه‌شي کولای په دې مرحله کې په مشخص ډول د کوم طالب نوم واخلي.
محمد امین کریم که څه هم په دې اړه ډېر جزئیات ورنه‌کړل، خو وایي دا خبرې په لومړیو پړاوونو کې دي.
ښاغلي کریم زیاته کړه:"زه دا تأییدوم چې خبرې پر همدې شااوخوا دي، خو د طالبانو مشرانو تر اوسه په دې اړه خپل ګډ رسمي یا غیر رسمي دریځ نه‌دی وړاندې کړی. هغوی په خپلو کې په دې اړه بحثونه کوي او غواړي د موضوع د جزئیاتو په اړه لا ډېر معلومات ولري."
ګلبدین حکمتیار د ۲۰۱۸ کال د مارچ پر څلورمه له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې طالبانو ته د سولې د یوه وړاندیز په اړه خبرې وکړې چې په هغه کې د طالبانو لپاره د امن سیمو د جوړولو خبره مطرح شوې وه.
نوموړي هغه مهال وویل چې دا وړاندیز یې له ولسمشر اشرف غني سره هم شریک کړی دی.
کریم که څه هم په دې اړه ډېر جزئیات ورنه‌کړل، خو وایي دا خبرې په لومړیو پړاوونو کې دي.
https://avapress.com/vdcci0qs42bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته