د ننګرهار پر معارف ریاست ډلهییز برید کې څلور تنه بریدګر وژل شوي او لس تنه عام خلک زخميان دي.
د ننګرهار ولایتي اداره وايي چې یوه ډله بریدګرو د دوشنبې په ورځ شاوخوا نهه نیمې بجې د دې ولایت پر معارف ریاست برید کړی چې د ولایت ویاند عطالله خوګياڼي په خبره لومړی یوه بریدګر د معارف ریاست دروازې نه بهر ځان وژونکی برید کړی او درې تنه نور بریدګر د امنيتي ځواکونو لهخوا ویشتل شوي دي.
دی وايي، پهدې پېښه کې لس تنه عام خلک هم زخمیان شوي دي او اوس په سیمه کې تصفیه روانه ده.
نوموړی وايي، امنیتي ځواکونو هغه موټر چې له چاودیدونکو توکو څخه ډک وو، هغه یې هم خنثی کړی دی.
بلخوا د دې ولایت د چپرهار ولسوالۍ په مېرزالدین سیمه کې د خلکو په یوه مېله کې د چاودیدونکو توکو له امله چاودنه شوې.
د دې ولایت ویاند عطالله خوګیاڼی وايي چې دا چاودنه نن دوشنبه سهار شاوخوا ۹ بجې رامنځته شوې چې له املهیې ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
ښاغلی خوګیاڼی ټینګار کوي چې ټپیان روغتون ته انتقال شوي او د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.
تر اوسه د دې دواړو پېښو مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی.