دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۲
د مطلب کود : 165632
غني: د یو کلن اوربند لپاره بشپړه تیار یم
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي دي چې که طالبان یې مني افغان حکومت "په بشپړه" توگه تیار دی چې د دې ډلې سره اعلان شوی اوربند د یو کال لپاره وغځوي.
د افغانستان حکومت د روژې د میاشتې له ٢٧ نه د اختر تر درییمې ورځې پورې د طالبانو سره موقت اوربند اعلان کړ او بیا یې د اختر په دوییمه ورځ دغه اوربند د نورو لسو ورځو لپاره وغځوه. طالبانو هم د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړی و، خو دغې ډلې د اختر په درییمه ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د هغوی جنگي عملیات له اختر وروسته بیرته پیل کیږي.
ښاغلی غني چې د هلمند ولایت د سولې د کاروان لیدلو ته تللی و د سولې مذاکراتو ته یې خپله امادگي څرگنده کړه او وویل چې د افغانستان په هر ځای کې چې طالبان غواړي ورسره د سولې خبرو ته تیار دی.
ښاغلي غني د سولې په بین الافغاني بهیر باندې په ټینگار وویل "کله چې خپل کور ولرو، ولې په پردي وطن کې مذاکره وکړو".
دا پداسې حال کې دي چې ازبیکستان، افغان حکومت او طالبانو ته په بلنې ورکولو ویلي تیار دی چې د دواړو اړخونو ترمنځ د مستقیمو خبرو کوربتوب وکړي.
د افغانستان جمهور رئیس خپل ځان او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو ادرس وباله او وویل "څوک ماسره کښیني، مولوي صاحب هبت الله ماسره کښیني، راشئ کښینئ، پرته له قید او شرط سره مذاکره کوو".
ښاغلي غني وویل چې د طالبانو سره د مذاکراتو پر اجندا باندې یې هیڅ قید او شرط ندی لگولی او د هغه په وینا تیار دی چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په گډون په یوه اوږدمهاله طرحه کې له طالبانو سره مذاکره وکړي.
د افغانستان جمهور رئیس همداشان زیاته کړه چې انتخابات راروان دي او له طالبانو نه یې وغوښتل چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipwazrt1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته