دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 165899
ملی تدارکاتو کمیسیون د درې میلیارډ افغانیو په ارزښت څلور قراردادونه منظور کړي
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د ملي تدارکاتو کمېسیون د غونډې په ترڅ کې د درې میلیارډ افغانیو په ارزښت څلور قراردادونه منظور شوي.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون اونیزه غونډه پرون ماسپښین په ارګ کې جوړه شوه.
خبرپاڼه زیاتوي،چې په دغې غونډه کې د درې میلیارد افغانیو په ارزښت ۴ قراردادونه منظور، یو قرارداد رد او درې نور بېرته ور وګرځول شول.
د ارګ ماڼی په وینا، په منظور شویو قراردادونو کې د کندهار، هرات، مزارشریف او د حامد کرزي بین‌المللي هوايي ډګر د امنیت د ټینګښت قرارداد، د درې کالو لپاره او د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د امو دریا حوزې پروژو د تفصیلي ډيزاین او امکان سنجۍ څیړنو قرارداد شامل دي.
ارګ ماڼی زیاتويو چې د د کابل ښاروالۍ اړوند د څوارلسمې ناحیې د خواجه امام ګذر د زیربناوو د بیارغاونې پروژه او د کور او ښارجوړولو وزارت اړوند ښاري معلوماتو مرکزي سیستم قرارداد هم د غونډې په ترڅ کې منظور شوي.
 
https://avapress.com/vdcdnk0fnyt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته