دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 166349
سوریه کې د روسيې پر حميميم اډې د ډرون الوتکو برید شوی
د روسيې پوځ ویلي، سوریه کې یې د حمیمیم د پوځي اډې پر سر ناڅرګندې بې پيلوټه الوتکې ويشتلي دي.



د سوريې د رژیم اړوندو رسنیو څرګنده کړې، نامعلومو بې پيلوټه الوتکو تېره شپه پر یادې اډې برید وکړ.

د الوتکو د برید پر مهال د اډې پر سر د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د سیمه ييزو رسنیو له راپورونو سره سم، د روسيې دافع هوا د بې پيلوټه الوتکو مخه نیولې ده.

د روسيې پوځ ویلي، په پېښه کې اډې ته کوم زيان نه دی اوښتی.

دا لومړی ځل نه دی چې پر حمیميم اډې دا ډول برید ترسره کیږي، بلکې څو ځله پر دې اډې بریدونه شوي چې وروستی هغه يې تېر اپريل کې و.

د سوریې د لاذقیه ښار په جنوب ختیځ کې د حميميم پوځي اډه د روسیې له لورې کارول کیږي او له دې ځایه د سوريې په بېلابېلو سیمو کې عملیات او بریدونه تنظيموي.
https://avapress.com/vdceep8zojh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته