دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۰:۳۸
د مطلب کود : 167586
سوریه کې ډرون الوتکو د روسيې پر پوځي اډې برید کړی
د روسیې پوځ وايي، سوریه کې يې هغه دوه ناڅرګندې ډرون الوتکې راغورځولي چې پر حمیميم پوځي اډه يې بريد کاوو.


انټرفاکس اژانس ویلي،  په بریدونو کې کوم زیان نه دی اوښتی او اډه کې له معمول سره سم چارې پر مخ روانې دي.

د حمیميم پوځي اډې ویاند څرګنده کړې،  تېره شپه يې یوه بې پيلوټه الوتکه چې یادې اډې ته نژدې کېدله ويشتلې او نن سهار یې یوه بله بې پيلوټ الوتکه هم ويشتلې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د روسيې اړوند حمیمیم اډه د ډرون تر بریدونو لاندې راځي،  بلکې تر دې وړاندې هم پر یادې اډې ګڼ بریدونه شوي چې وروستی يې تېر اپريل کې و.

دې بریدونو تر دې مخکې ياده اډه کې زیانونه هم پېښ کړي دي.

د حمیمیم پوځي اډه د سوريې د لاذقیه ښار په جنوب ختیځ کې موقعیت لري چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د بشارالاسد له رژيم سره د یوې هوکړې له مخې د روسيې له لورې کارول کیږي.

روسیه د انقلابیانو تر ولکې لاندې سیمو باندې په یرغلونو کې له یادې اډې ډېره ګټه اخلي.

د سوریې په اړه یوه بل خبر کې ويل شوي چې د رژیم ملاتړو ملېشو د کډوالو هغه کاروان برمته کړی چې له قنيطره ولایت څخه د سوريې د شمال پر لورې روان و.

دا کاروان نن سهار د حمص ولایت اړوند ساحه کې برمته شوی چې تراوسه د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
https://avapress.com/vdcivyazqt1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته