دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 166643
بلخ کې د امنیتی ځواکونو ولید-۹ په نامه عملیاتو پیل
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په بلخ ولایت کې د ولید-۹ په نوم د وسله والو په وړاندې پوځي عملیات پیل کړي دي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د ولید-۹ په نوم پوځي عملیات نن سهار ۶ بجې په چمتال ولسوالی کې پیل شوي.
د شاهین قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله والو په وړاندې پوځي عملیات د چمتال له ینګې قلعې، شور آبې، او جر قلعه له سیمو څخه پیل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه ۲ تنه وسله وال وژل شوي او لږ تر لږه ۴ نور ټپیان دي.
په شمال کې افغان پوځ ډاډ ورکوي چې چمتال ولسوالی به ډیر ژر د وسله والو له شتون څخه په بشپړه توګه تصفیه شي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخ د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د بلخ  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcba0b8frhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته