دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 167138
غني: د جنرال دوستم د راستنېدو په اړه له لویې څارنوالی سره خبرې شوي
په داسې حال کې چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د راتګ په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي، ولسمشر محمد اشرف غني نن وویل چې هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو احتمالات زیات شوي دي.
نومړی نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې د جنرال دوستم د راستنېدو موضوع تر ارزونې لاندې دي او په دې اړه له لویې څارنوالی سره هم خبرې شوي.
ولسمشر غني په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې د نورو پرمختګونو په اړه معلومات به له خلکو سره شي.
جنرال دوستم له شاوخوا راهیسې په ترکیه کې دی او په پام کې وه چې نوموړی څو میاشتې مخکې بېرته کابل ته ستون شي تر څو د نوې جوړه شوې ائتلاف د رسمي اعلان په مراسمو کې ګډون وکړي.
د دغې تلوالې بنسټګر د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د خلکو اسلامي وحدت او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوندونه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي ادعا کوي چې شاوخوا میاشتې مخکې د جنرال دوستم د ساتونکو له لوري نیول شوی و او تر وهلو ډبولو وروسته د جنسي شکنجې ښکار شوی دی.
خو د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم دفتر یې د ښاغلي ایشچي دغه ادعاوې بې‌بنسټه بولي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfzb8wrhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته