دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 167418
د قیصاری د آزادولو پلویان د اعتراض په توګه په جوزجان کې یو شمیر دولتی دفترونه تړلي
یوشمېر اعتراض کونکو چې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د سرپرست امنیه قوماندان د خوشي کېدو غوښتنه يې کوله په جوزجان کې یو شمېر دولتي دفترونه تړلي دي.

په جوزجان ولایت کې د جنبش ملي ګوند پلویان وایي په یاد ولایت کې شاوخوا ۵۰ دولتي دفترونه تړلي دي.
د جنبش ګوند پلویانو په وینا، په تړل شویو دفترونو کې د جوزجان والي دفتر، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دفتر او د سیمه ییزو ارګانونو دفتر شامل دي.
خو د یاد ګوند پلویان وایي د عامې روغتیا، معارف او برق ریاستونو ته يې د کار اجازه ورکړې ده.
د جنبش ملي ګوند مظاهره کوونکو له دې وړاندې ویلي و که غوښتنې یې ونه منل شي دوی به د حکومت په وړاندې په ملي پاڅون لاس پورې کړي.
معترضینو د فاریاب د قیصار ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري  د خوشي کولو غوښتنه کوي.
د جنبش ګوند پلویان همداشان وایي د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم دې ژر تر ژره افغانستان ته راستون شي.
افغان چارواکی وایي د فاریاب د قیصار ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري له قانونه د سرغړونې په تور نیول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdccsmqs42bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته