دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 167547
جاپان کې د سختو ګرمیو له امله ۳۰ تنه خپل ژوند له لاسه ورکړي
په جاپان کې د بیسارې سختې گرمۍ په وجه لږ تر لږه ٣٠ تنه وژل شوي دي.

جاپاني مقاماتو ویلي دي چې د سختې او بیسارې گرمۍ له وجې د جاپان په زرگونو اوسیدونکي روغتونونو ته انتقال شوي دي.
جاپاني مقاماتو له خلکو غوښتي چې پوره اندازه اوبه وڅښي او د هوا د یخولو له سیستم نه په استفادې د د سختې گرمۍ له اغیزو ځان وژغوري.
د طب ډاکتران وایي چې د سمندر له سطحې سره په برابرو سیمو کې گرمي د بدن د مایعاتو او الکترولیتونو لکه (پټاشیم، مگنیشیم، سودیم ...) سبب کیږي چې د وینې د فشار په ښکته کیدو سره خلک گنگس او بې هوښه کیږي.
ډاکتران سپارښتنه کوي چې پداسې حالاتو کې دې خلک په ځانگړې توگه ماشومان د لمر د مستقیمو وړانگو لاندې له تگ راتگ نه ډډه وکړي او د مالگه لرونکو مایعاتو په څښلو سره دې هڅه وشي چې د بدن الکترولیتونه بیرته اعاده شي.
د جاپان په مرکزي سیمو کې گرمي د سانتیگراد ۴۰،٩ درجو ته رسیدلې ده. د جاپان په کیوتو ښار کې اوه ورځې په پربله پسې توگه د حرارت درجه د سانتیگراد ٣٨ درجې وه.

دوه اونۍ مخکې په جاپان کې د سختو موسمي بارانونو په وجه ۴۹ تنه مړه شوي او ٥٠ تنه نور بې درکه شوي دي.
د جاپان د هواپیژندنې مقاماتو ویلي دي چې څه دپاسه ١،٦ میلیونه کسان د سیلابونو د راوتلو په وجه له خپلو کورونو نه بې ځایه شوي دي.
د جاپان د هواپیژندنې ادارې د هونشو د دریو عمده ټاپوگانو اوسیدونکو ته د ځمکې د خویدلو، د سیند د اوبو د سطحې د لوړیدو او سختو بادونو د رامنځ ته کیدلو خبرداری ورکړی دی او وروستني بارانونه یې "تاریخي" گڼلي دي.
https://avapress.com/vdcfjedyew6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته