دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۰
د مطلب کود : 168003
جنرال دوستم له ولسمشر غني سره ګوري
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.
ښاغلي دوستم ته یوې نېږدې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، کیدای شي دا لیدنه نن د ورځې په لړ کې ترسره شي.
جنرال دوستم ته نېږدې سرچینې په دې اړه نور جزئایت نه دي ورکړي او تر اوسه معلومه نه ده چې چې دواړه لوري په کومومهمو موضوعاتو خبرې وکړي.
جنرال دوستم تېره اوونی وویل چې دی به له ولسمشر محمد اشرف غني سره د فاریاب د قیصار امنیې قوماندانی سرپرست د نظام الدین قضیې په اړه له ولسمشر غني خبرې وکړي.
افغان چارواکی وایي د فاریاب د قیصار ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري له قانونه د سرغړونې په تور نیول شوی دی.
د جنبش ملي ګوند ویاند بشیر احمد تینج تېره اوونی وویل چې د نظام الدین قیصاري د خوشي کولو لپاره هلې ځلې به د ولسمشر لومړی مرستیال په لومړیتوبو کې ځای ولري.
د ښاغلي تهینج په وینا، ټاکل شوې چې نظام الدین قیصاري ډېر ژر د ملي امنیت له قید څخه ازاد شي او خپل استوګن ځای ته راستون شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzj0fsyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته