دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 169042
پښتونخوا عوامی ګوند مشر: پاکستان باید افغان جګړه کې پاکستانی وګړو وژل کیدو په اړه پلټنه وکړی
د پښتونخوا د عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي خان وایي، دا چې د افغانستان په یوه خونړۍ جګړه کې پاکستاني وګړي وژل کېږي د جدي اندېښنې وړ خبره ده او پاکستانی حکومت باید په دې اړه جدی پلټنې وکړي.
دده په وینا پاکستان باید دا په ډاګه کړي چې دغه کسانو څنګه او ولې په افغان جګړه کې ونډه اخیستې ده. ولي خان همدا راز پر پاکستان غږ کړی چې د افغانستان د سولې لپاره عملي او هر اړخیز اقدامات تر سره کړي. دده په وینا تر هغه چې په افغانستان کې امنیت تامین نه شي په پاکستان کې د امنیت د تامین هڅې بې مانا او بې ګټې دي. هغه زیاته کړې پاکستاني حکومت ته په کار ده، چې خپل سیاستونه بدل کړي او په رښتینې توګه له افغان حکومت سره د سولې په راتګ، د ترهګرو په ځلو او د جګړو په ختمولو کې مرسته وکړي.
https://avapress.com/vdchkwnzi23n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته