دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 169175
امریکا ملی امنیت سلاکار د اسرائیل صدراعظم سره د ایران اټمي وسلو او میزایلو په اړه خبری کړي
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د اسرائیل له صدراعظم سره د ایران د اټمي وسلو او لیرې واټن ویشتونکو میزایلو په اړه خبرې وکړې.

جان بولټون تېره شپه په بیت‌المقدس کې له بنیامین نتانیاهو سره وکتل.
جان بولټون وویل، د ایران اټمي پروګرام او لیرې واټن ویشتونکي میزایل د نړیوالو چلنجونو د لېست په سر کې دي.
د اسرائیل صدراعظم له بولټون سره تر خبرو مخکې وویل، دوی به په سیمه کې د ایران د یرغمل د پر شا تمبولو او په دې اړه وغږېږي چې څرنګه تهران د اټمي وسلو له لرلو منع کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ایران د فشارونو په زیاتولو کار کوي، څو په خبره‌يې چې ایران اړ باسي چې د خپل اټمي پروګرام او په منځني ختیځ کې له وسله‌والو ډلو سره د همکارۍ په اړه خپل اوسنی چلند بدل کړي.
https://avapress.com/vdcefo8znjh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته