دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 169176
کندهار کې سږکال سړو خونو په مرسته انګورو حاصلات د مالی زیانونو ژغورل شوي
د کندهار باغ لرونکي او کروندګر وايي، سږ کال‌يې د سړو خونو په مرسته د انګورو حاصلات د تېر په پرتله له مالي زیانونو ژغورل شوي دي.

هر کال د کندهار باغ لرونکي او د تازه مېوو سوداګر له دې امله په تازه مېوو کې زيانونه کوي چې سړې خونې نه‌وي او ټوله تازه مېوه په يوه وخت نه‎شي صادرېدلی.
خو سږ کال یو شمېر سوداګرو په خپل شخصي لګښت داسې سړې خونې جوړې کړي چې هر ډول تازه مېوه په‎کې تر درې مياشتو ساتل کېږي.
ملي سوداګرو هر یوه سید احمد او محمد اصف د آزادی راډیو سره په مرکه کې ویلی چی  پر دې سړو خونو يې دوه ميليونه ډالره لګولي، خو د ميليونونه ډالرو په ارزښت د زيانونو مخه نيولې ده.

په عین وخت کې د کندهار د تازه مېوې د اتحادیې رئیس حاجي نانی اغا وايي، پاکستان په وار وار د سپین‎بولدک دروازه له کوم دلیل پرته په ورځو ورځو د مېوو د صادارتو پر مخ تړلې وي.
د حاجي ناني اغا په وینا د سړو خونو په جوړېدو سره اوس سوداګر کولای شي چې خپله تازه مېوه ان تر درېیو میاشتو پورې وساتي.
بل‎خوا د کندهار د کرنې رئيس حفیظ‌الله سیدي د تازه مېوو لپاره د سړو خونو جوړول د مېوو د زیان په مخنیوي کې مهم پرمختګ بولي.

د سیدي په وینا که سږ کال درې مياشتې هم له ګاونډيو هېوادونو سره دروازې بندې شي، نو تازه مېوه به په‎دې سړو خونو کې ساتل کېږي.
د کندهار سوداګر وايي، د سړو خونو د فعالیت تر څنګ‌يې سږ کال د کندهار د تازه مېوې معیاري بسته‌بندي ته هم توجه کړې.
تر دې مخکې ویل کېدل چې د معیاري بسته‌بندي ستونزې په نړیوال بازار کې د کندهار د مېوو پر شهرت ناسم اغېز کړی.
 
https://avapress.com/vdcfe1dyvw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته