د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت عالي مقام په منظورۍ لوی پاسوال سید محمد روشندل د ۱۰۱ اسمایي زون د قوماندان په توګه ګمارل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې جنرال روشندل د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک له خوا د کابل امنیه قوماندانی منسوبینو ته ور وپیژندل شو.
جنرال روشندل تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معینیت د رئیس ارکان په توګه هم دنده ترسره کړې ده.