دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۳
د مطلب کود : 170629
پیښور ته د افغانانو ورتګ باندی بندیز
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا حکومت د دې ولایت په مرکز پېښور ښار ته د افغانانو پر تګ بندیز لګولی دی.

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، د پېښور امنیه قوماندانی د محرم میاشتې په لومړۍ لسیزه کې پېښور ښار ته د افغانانو پرتګ راتګ بندیز لګولی.
راپورونه زیاتوي، چې د محرم میاشتې په لومړی لسیزه کې د نظم د ساتلو لپاره او د هر ډول تاوتریخوالو د مخنیوي د مخنیوي په هدف یې ځانګړی پلان ترتیب کړی چې له مخې یې د نورو اقداماتو ترڅنګ پېښور ته د افغانانو پر تګ هم بندیز لګول شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې اورپکي په محرم مياشت کې ډېر ځله شيعه ګان په نښه کوي، او په پاکستان کې په کې د زورزياتي ګڼ شمېر پېښې کېږي.
په پاکستان کې د محرم الحرام مياشتې په لومړۍ لسيزه مذهبي تاوتريخوالي ته په کتو کلک امنيتي تدابير نيول کېږي، چې له امله يې ورځنى ژوند په ټپه درېږي.
 
https://avapress.com/vdcauwn6o49n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته