افغان ولسمشر محمد اشرف غني، له ټولو افغانانو وغوښتل چې د جګړې د بندېدو او پایدارې سرتاسري سولې لهپاره غږ پورته کړي.
محمد اشرف غني وايي، دی د سولې لپاره خپل سر نذرانه ورکوي، خو په خبرهیې سوله یوازې د دولت کار نهدی او ولس پورې هم اړه لري.
ښاغلي غني دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې په یوه غونډه کې وکړې او ویې ویل چې پایداره سوله دقت غواړي، خو اول قدم اخېستل یې جرأت دی.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان ټول خلک باید غږ پورته کړي چې سوله غواړو، د جګړې ختمول غواړو، ثبات او عزت غواړو. که زما سر د سولې لپاره غواړي په دواړو لاسو یې ورکوم، بینالافغاني مذاکرات غواړو، سوله اوس ولس پورې اړه لري، یوازې د دولت کار نهدی، پایداره سوله دقت غواړي خو اول قدم اخېستل جرأت دی."
ښاغلي غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ ډول مشروعیت نهلري او دغه جګړه یې سیمهییزه او نړیواله وګڼله.
افغان ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې په برخه کې روان کوښښونه هیله بخښونکي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)