دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۸
د مطلب کود : 171076
په ننګرهار کې ملی امنیت ځواکونو ۷ داعش او یو تن وسله وال طالب نیولی دی
د ننګرهار ولايت سیمه ییز چارواکي وايي، د ملي امنيت ځواکونو له لورې د تېرې د ننګرهار ولايت سیمه ییز چارواکي وايي، د ملي امنيت ځواکونو له لورې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې د بېلابېلو عملياتو پرمهال ۷ داعش او یو وسله وال طالب یې ژوندي نیولي او همدا راز یې ورسره یو شمیر وسلې،ماینونه او نور مهمات هم نیولي دي .

د نننګرهار ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د والي وياند عطاء الله خوږياڼي په حواله راغلي، چې د ملي امنيت رياست د تيرې يوې اوونۍ په ترڅ کې اووه داعش او يو وسله وال طالب، چې د وسله مخالفينو د ډلو مهم کسان دي د يو شمېر وسلو او ماينونو سره يو ځای نيولي دي.
دی وايي، دغه کسان د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار، بټي کوټ، بهسودو، خوږياڼو او روداتو ولسوالۍ کې نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، نيول شويو کسانو کې د ننګرهار او کونړ ولايت اوسېدونکي شامل دي، چې ځينې يې له وسلو او مهماتو سره لاس په لاس هم نيول شوي دي.
خوږياڼی وايي، نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او قضيې به يې د لا نورو څېړنو لپاره عدليي او قضايي ارګانونو ته ولېږل شي.
د والي وياند په ورته وخت کې رسنيو ته ډاډ ورکړ، چې د دغه ولايت ټول امنيتي او دفاعي ځواکونه د امنيت د ټينګښت لپاره هلې ځلې کوي او د وسله والو د هر راز ممکنه بريدونو د ځواب توان لري.
تر دې وړاندې هم د ملي امنیت ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ګڼ شمیر مخالفین ژوندي نیولي دي .
 
https://avapress.com/vdchqznz-23nqvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته