دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 172179
ولسمشر غني: څلورکلن امنیتي پلان د عملي کېدو په حال کې دی
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي څلورکلن امنیتي پلان د عملي کېدو په حال کې دی او امنیت به ښه شي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې تېره ورځ په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له منسوبینو سره د کتنې پر مهال وکړې.
هغه وویل ت”تاسو د هېواد ازادي او خپلواکي ساتئ او که ستاسو سرښندنې نه وای، ما نړیواله ټولنه د سیاست په برخه کې نشوه قانع کولی. “
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې ولسمشر غني دفاع وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د ترفیعاتو په ګډون د بریدملانو ستونزې وارزوي او عاجل اقدامات وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې جمهور رئیس د دفاعي او امنیتي ارګانونو ترمنځ په واحدې قوماندې ټینګار وکړ او وې ویل، باید د لواګانو، کنډکونو او بیزونو د کار موثریت لا زیات شي او زیاته یې کړه چې د ځواکونو ناسم ځای پرځای کول د منلو وړ نه دی او بیزونه باید متحرک او موثر شي.
د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غني غني ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پولیسو سرښندنې وستایلې او وې ویل، پولیس باید قانون نافذ کړي.
هغه زیاته کړه، څلورکلن امنیتي پلان د عملي کېدو په حال کې دی او امنیت به ښه شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmiqso2bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته