دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۳۶
د مطلب کود : 172633
ننګرهار کې داعشیانو ته مرګژوبله اوښتي
په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د ننګرهار ولایت به اچین ولسوالی کې د اسلامی دولت نومې ډلې یا داعشیانو پر یوه پټنځای هوایي برید ترسره کړی چې له امله یې ۹ تنه وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار امنیه قوماندانی په یوه بیان کې ویلي، چې په د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې د یکشبنې په ورځ د ننګرهار ولایت اچین ولسوالی د باغ درې په سیمه کې د داعش وسله والو په پټنځاى باندې هوایی برید ترسره کړی چې په پايله کې یې ۹ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdchxinzx23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته