دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 172659
پاکستان: ایرانی تښتول شویو سرتېرو موندلو کې به خپل هیڅ ډول هڅه به ونه سپموو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان په سرحدي سیمه کې د وسله‌والو له‌خوا د ایران د امنیتي سرتېرو د تښتوونې د راپورونو په غبرګون کې ویلي چې هېواد به یې د دغو سرتېرو د موندلو په لړ کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې مشکوکو وسله‌والو د سې شنبې په ورځ د ایران او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې د ایران ۱۴ امنیتي سرتېري تښتولي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د وسله‌والو له‌خوا په تښتول شوېو کسانو کې دوه تنه د ایران د سپاه پاسداران د استخباراتو ۲ تنه مهم غړي شامل دي.
د ایران سپاه پاسدارانو ځواک تېره ورځ پر پاکستان غږ کړی و چې هغه مشکوک وسله‌وال وځپي جې د ایران دغه امنیتي ځواکونه یې تښتولي دي.

که څه هم ایراني رسنیو د پاکستان او ایران پر سرحدي سیمه کې د ۱۴ ایراني امیتي سرتېرو د ورکېدو خبر ورکړی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په‌دې په اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې دغه شمېر ۱۲ ښودلی دی.
خبرپاڼه کاږي چې د دې هېواد چارواکي له ایراني پوځ سره د هغه مېکانېږم له لارې چې تېرکال پرې د دواړو هېوادونو پوځي چارواکو هوکړه کړې وه، له نېژدې کار کوي، څو د تښتول شوېو کسانو ځای معلوم کړي او ټینګار یې کړی چې:
"د ایران د سرحدي امنیتي ځواکونو د موندلو لپاره به هېڅ ډول هڅې ونه سپموو."
دا لومړی ځل نه‌دی چې وسله‌وال د ایران او پاکستان پر سرحدي سیمه د ایران پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، بلکې تر دې مخکې هم په دغه سیمه کې وسله‌والو اخ و ډب کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د جېش العدل په نوم یوې وسله‌والې ډلې د ایران د امنیتي ځواکونو د تښتولو مسوولیت منلی دی.
https://avapress.com/vdcft0dy1w6deva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته