دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۰۵
د مطلب کود : 173397
امنیتي ځواکونه دې د خاص روزګان د خلکو ملاتړ ته ورودانګي- سرور دانش
د ولسمشر دوه یم مرستیال وایي، د روزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې لسګونه ملکیان وژل شوي؛ خو تر اوسه مرکزي او سیمه ییز حکومت له خلکو څخه د دفاع په لار کې هیڅ اقدام ندی کړی.

په ظاهره داسې ښکاري، چې د ولسمشر دوه یم مرستیال ښاغلی دانش پر خاص روزګان ولسوالۍ د طالبانو د برید په تړاو د امنیتي ځواکونو بې غورۍ په غصه کړی او له حکومتدارۍ خوښ ندی.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له عاملینو سره د معافیت په تړاو د مبارزې د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې پر دولت نیوکه وکړه او وایي، چې مرکزي حکومت د روزګان د هغو سمیو د ژغورلو لپاره هیڅ اقدام ندی کړی، چې طالبانو پرې برید کړی.
په دې مراسمو کې د ولسمشر دوه یم مرستیال وویل، ځینې حکومتي او ناحکومتي زورواکي د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو په  تر سره کولو کې له معافیتي ډال ګټه پورته کوي.
نوموړی همدا راز ټینګار کوي، چې د خبریالانو پر وړاندې د معافیت فرهنګ اوس پر سرخوږۍ اوښتی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، ملګري ملتونه له خبریالانو ملاتړ ته دوام ورکوي او زیاتوي، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیې باید په جدي ډول وڅېړل شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وایي: د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د تر سره کیدو عاملین باید فکر ونکړي، چې له قانون پورته دي؛ ځکه، نو د خوندیتوب فرهنګ باید پای ته ورسیږي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول نجیب شریفي وایي، چې په ۲۰۱۷ کال کې ۲۰ او په ۲۰۱۸ کال کې ۱۴ خبریالان په بېلابېلو پېښو کې تر برید لاندې راغلي او افغانستان په همدې دوه کلونو کې د  خبریالانو لپاره د نړۍ خطرناک هېواد پېژندل شوی دی.
د یادونې ده، چې افغانستان دا مهال د رسنیو د آزادۍ له اړخه په نړۍ کې ۱۱۸ ځای لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1mdyew6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته