دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 173427
د مولانا سمیع الحق د وژنې په اړه د طالبانو غبرګون
په افغانستان کې وسله والو طالبانو د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د وژنې په اړه غبرګون وښود.


طالبانو په یوه بیان کې ویلي، د مولانا سمیع الحق وژنه ”ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول د پاکستان مسلمان اولس ته لویه او نه جبرانیدونکی ضائعه بولي. “
خبرپاڼه زیاتوي ”مولاناسمیع الحق صاحب خپل ټول ژوند په تعلیمي او سیاسي برخه کې د دین خدمت ته وقف کړی وو او په همدې لاره کې په شهادت ورسید. هغه د افغانستان له مظلوم اولس سره د شوروي اتحاد دیرغل او امریکايي اشغال په ضد نه هیریدونکي خدمتونه او ملګرتیا کړې، تل يې حق وینا کوله او د افغان  اولس د مظلومیت نعره يې بدرګه کوله. “
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (س) ګوند مشر مولانا سمیع الحق چې د ”طالبانو په معنوي پلار“ مشهور و پریون په یوه برید کې ووژل شو.
 د مولانا سمیع الحق زوی مولانا حمید الحق رسنیو ته ویلي، چې پلار یې په خپل کور کې په چاړه وهلو سره وژل شوی دی.
د راولپنډي ښار د پولیسو چارواکي تائیدوي چې مولانا سمیع الحق نن ماښام د نا څرګندو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
مولانا سمیع الحق له ۱۹۸۸ میلادي کال راهیسې د دارلعلوم حقانیه مشری کوله او په افغانستان کې یې د وسله والو طالبانو د روان جنګ کلک ملاتړی و.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8tevauqeaxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته