دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 173453
پاکستانی چارواکې: مولانا سمیع الحق ظاهرآ جړو په ګوزارونو وژل شوي
پاکستاني چارواکي وايي، د جمعیت علمای اسلام رهبر او د اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم بنسټګر مولانا سمیع‌الحق پرون جمعه ظاهراً د حمله کوونکو له خوا د چړې په ګوزارونو وژل شوى دى.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پرون جمعه ماښام په يوه اعلاميه کې د مولانا سميع الحق د مړينې خبر اعلان کړ او په دې اړه يې خواخوږي وښوده.

د پاکستان جيو ټلويزيون د مولانا سميع الحق د زوى حميد الحق په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، پلار يې اسلام اباد ته نېږدې په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د نامعلومو حمله کوونکو د چړې په ګوزارونو وژل شوى دى.
حميد الحق وويل:
"پلار مې په اسلام اباد کې يوه اعتراضيه پرلت يا تحصن ته روان و، خو د لارو د بندېدو له کبله بېرته را ستون شو، اسلام اباد ته ونه رسېد، زما په نظر په خپله کوټه کې يې ارام کاوه، ناروغ هم و، د ده په وسلو سمبال ساتونکى او موټر چلوونکى بهر تللى و، کله چې راغى، ګوري چې مولانا پر خپل کټ په وينو لت پت پروت دى."
د پاکستان پوليس وايي، د دې وژنې انګېزه لا معلومه نه ده.
مولانا سميع الحق په خيبر پښتونخوا ايالت کې له څو لسيزو راهيسې د حقانيه دارالعلوم په نوم يوه مدرسه چلوله چې د طالبانو ګڼ کليدي مشران په کې روزل شوي دي.

ه ١٩٨٠يمو کلونو کې د ده له شاګردانو څخه يو هم د طالبانو رهبر ملا محمد عمر و چې د طالبانو ډله يې تشکيل کړه او په ١٩٩٦میلادي کال کې په افغانستان کې واک ته ورسېد.
سميع الحق چې څه باندې ٨٠ کلن و، په طالبانو کې د خپل نفوذ او درناوي له کبله د افغان طالبانو په معنوي پلار مشهور و.
دى دوه وارې د پاکستان په پارلمان کې د مشرانو جرګې د غړي په توګه ټاکل شوى و.
د پاکستان صدراعظم عمران خان چې په رسمي سفر چين ته تللى، دغه وژنه یې غندلې او په دې اړه يې د څېړنو امر کړى دى.
 
https://avapress.com/vdciwpazpt1ay52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته