دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 175638
محمد عمر داوودزي د ولسمشر غنی سولې چارو کې ځانګړي استازي وټاکل شو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داوودزي د سولې په چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

د ولسمشر غني په یوه حکم کې راغلي دي، چې چې د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د مې۱۳ فقرې له مخې، د سولې د اجماع لپاره په سیمه ییزو چارو کېد ولسمشر د ځانګړی استازی په توګه د ښاغلي محمد عمر داوودزي ټاکل منظور دی.
په حکم کې دا هم راغلي، چې ښاغلي داوودزي به له دې وروسته د ملي امنیت شورا په راتلونکو غونډو کې هم ګډودن وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې مخکې یو شمېر داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې ښاغلي داوودزي د سولې د عالي شورا د دارالانشا د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
په همدې حال کې داسې راپورونه هم شته چې ښاغلي داوودزي د راتلونکو ولسمشریزو له ټاکنو څخه لاس پر سر شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcfmtdycw6deva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته