دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 176202
نن هم د طالبانو او امریکایی اړخ ترمنځ مذاکری دوام پیدا کوی
پرون د دوشنبې په ورځ د ۲۰۱۸م کال د ډسمبر پر ۱۷ مه په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو دفتر د استازو او امریکایي لوري تر منځ د خبرو اترو په موخه غونډه وشوه، په دې غونډه کې د عربي متحده اماراتو، عربستان او پاکستان استازو هم ګډ‌ون کړی وو.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبره پاڼې کې راغلی دي چې د مذکراتو دغه پیل شوې لړۍ به نن هم د یادو هیوادونو د استازو په حضور کې د امریکایي لوري او طالبانو د دفتر د غړو ترمنځ ادامه لري.
 ورکړل شوي رپوټونه دا ښيي چې د مذاکراتو په پرونۍ غونډه کې د زندانیانو د تبادلې، له سیاسي بهیر سره د طالبانو پر یو ځای کیدنه او اوربند خبرې شوې دي.
د طالبانو کره سرچنیو رسنیو ته ویلي دي چې د دوى مرکچي پلاوی او امریکايي چارواکي د افغان حکومت له زندانونو څخه  د زرګونو طالب بندیانو پر خوشي کولو هوکړې ته نږدې شوي دي.
د ځينو سرچينو په وينا په عربي متحد اماراتو کې روانې خبرې ښايي درې ورځې دوام وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم دا تاییدوي چې استازو يې په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو له استازو سره، په افغانستان کې د سولې په تړاو خبرې کړې دي، دغه خبر پاڼه زیاتوي چې دغسې ناستې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ  خبرو لپاره د هڅو د لړۍ یوه کړۍ ده.
 افغانحکومت په افغانستان کې د سولې د ټنګښت لپاره د مذاکراتو د دغې لرۍ هلی کلی کړی دی،خو هیله څرګندوي چې د د دغو ناستو په تعقیب د افغان حکومت د استازو په ګډون یوه جلا څلور اړخیزه ناسته هم جوړه شي.
 
https://avapress.com/vdcdz90fxyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته