دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 176868
یو شمیر وکیلانو د افغانستان په اړه امریکا له تازه څرګندونو څخه هرکلي کړي
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په اړه د امریکا د حکومت د تازه څرګندونو هرکلی کوي.


د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ګریت مارکیس د جمعې په ورځ په یوه ایمیل کې بلومبرګ خبري اژانس ته ویلي چې جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د کمولو حکم نه‌دی کړی.
امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۱۴زره عسکر لري.
په وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې د امریکا ولسمشر غواړي خپل تقریباً نیمايي عسکر له افغانستانه وباسي.
خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې د نړیوالو ځواکونو حضور په افغانستان کې د روان وضعیت له امله، امریکا او افغانستان ته مهم دی.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د قواوو ګډ قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم تېره اوونۍ د امریکا له «سي.اېن.اېن» ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د کمولو دستور نه‌دی ورکړل شوی.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان حکومت مکرراً ویلي چې د امریکايي ځواکونو د شمېر کمېدل به پر امنیتي وضعیت منفي اغېز ونه‌کړي.
خو پاکستان او روسیې ویلي و چې که امریکا په افغانستان کې د عسکرو د کمولو پرېکړه وکړي، په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته کولای شي.
 
https://avapress.com/vdcb00b8wrhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته