دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۶
د مطلب کود : 177010
په کابل کې اختطافچیانو څلور کسیزه ډله نیول شوي
په کابل کې د اختطافچیانو یوه څلور کسیزه ډله نیول شوې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي چې دغه ډله د کابل په مربوطاتو کې د دغه ریاست د ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ونیول شوه.
په اعلامیه کې راغلي چې دغې ډلې د خیرخانې مېنې څخه یو ډاکتر تښتولی و او د هغه له کورنۍ یې د ده د خوشې کېدو په بدل کې ۵۰۰ زره امریکایي ډالر غوښتي وو.
په اعلامیه کې راغلي چې تښتول شوی ډاکتر هم د اختطافچیانو څخه ازاد او کورنۍ ته‌یې وسپارل شو.
https://avapress.com/vdcb8zb8grhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته