افغان ګډو قواوو تیره ورځ په کندهار کې تر وروستیو نا امنیو وروسته تر ټولو ستر پوځی عملیات پیل کړل.
د پوځ مقامات وايې چې د دهلې بند د امنیت ساتل يې د دې پوځي عملیاتو اساسي برخه ده.
د کندهار ښار په شمال کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د دهلې بند په ځنګل سیمه کې د قاطع ماموریت هوايي ځواک او توپچي قواوي هم د افغان ګډو ځواکونو سره په روانو پوځي عملیاتو کې برخه لري.
د دهلې بند ځنګل په درختو پوښل شوې ځنګلي سیمه ده چې د ځايي چارواکو په وینا د کندهار په ګډون د زابل او اروزګان ولایتونو د نا امنیو لپاره هم ورڅخه وسله والو د یوه مرکز په توګه کار اخیست.
د ملي پوځ مقامات وايې چې له پرون ورځي راهیسي د دهلې ځنګل په پيل شویو نظامي عملیاتو کې ۳۵ وسله وال وژل شوي، د ماینونو د جوړیدو په ګډون يې ۸ ستر مرکزونه او یو د مخابرې مرکز يې لمنځه وړل شوي.
په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو درستیزوال جنرال شفیق الله رسولزی له اشنا تلویزیون سره په خبرو کې وويل چې د دهلې د ځنګله تصفیه د جنوب د ۳ ولایتونو د امنیت لپاره ځانګړی ارزښت لري.
که ځه هم د ځنګل سیمه له تیر څه باندي یوې لسیزي راهیسی د دولت د وسله والو مخالفینو د یوه عمده مرکز په توګه پيژندل کیده خو ځايي مقامات وايې چې پدې وروستیو کې وسله والو غوښتل چې د دهلې بند تخریب کړي.
د شاه ولیکوټ ولسوالۍ امنیه قومندان څارمن پاچاه وايې چې د سیمي د هیوادونو وسله والو پدې وروستیو درې اونیو کې هڅه وکړه چې د هلې بند په انفجاري موادو تخریب کړي چې دوی يې مخه نیولې
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)