دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۰
د مطلب کود : 178965
امریکا سنا افغانستان او سوریې په اړه یو لایحه تصویب کړه
د امریکا سنا هغه لایحه چې له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلان ردوي پرون تصویب کړه.

له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د سنا په تصویب شوې لایحه کې راغلي دي چې په‌دې دوو هېوادونو کې لا هم افراطي اسلام‌پالي ډلې فعالې دي او دا د امریکا لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي.
په لایحه کې دا یادونه هم شوې چې که څه هم په افغانستان او سوریه کې د داعش ډلې او القاعده شبکې پرضد په مبارزه کې پرمختګ شوی، خو په دواړو هېوادونو کې د ترلاسه شویو بریاوو د ساتنې لپاره له لازمو اقداماتو پرته د امریکا د پوځي ځواکونو بې وخته وتل نه یوازې سیمه بې ثباته کولای شي بلکې د داسې یوې تشې باعث هم کېدای شي چې روسیه او ایران به د هغې د ډکولو هڅه وکړي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ نېژدې یوه نیمه میاشت مخکې «د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر په شلمه نېټه» له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پریکړه اعلان کړه.
دا اعلان د امریکا د کانګرس او د دې هېواد د متحدانو لپاره حیرانوونکی و.
د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس په ګډون څو امریکايي چارواکو ویلي دي چې ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمولو په اړه هم غور کوي.
د امریکا سنا له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پریکړې پر ضد د مخالفت په لایحه کې د امریکا پر حکومت غږ کړی دی چې په افغانستان کې په زیات شمېر د پوځي ځواکونو د اېستلو له هرې پریکړې مخکې داسې شرایط رامنځ ته کړي چې د افراطي ډلو قطعي ماتې یقیني کړي.
جمهوري غوښتونکي سناتور میچ مکانل چې په ندرت سره د ولسمشر ټرمپ او د هغه د پالیسیو په مخالفت کې خبرې کوي د دې لایحې طرح سنا ته وړاندې کړې ده.

ښاغلي میچ مکانل په روانه اوونۍ کې دا هم ویلي و چې هېواد ته د امریکايي ځواکونو ستنول ډېر نېک کار دی، خو یادونه یې هم کړې وه چې دې ډول کړکېچونو ته نه پاملرنه کولای شي یو ځل بیا د امریکا په ښارونو کې د خطر باعث شي.
نوموړي زیاته کړې وه چې د افغانستان او سوریې د کړکېچونو د حل لپاره یوې سیاسي او ډيپلوماتیکې حل لارې ته اړتیا لیدل کېږي.
یوه بل جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو هم ویلي چې له افغانستان او سوریې څخه د پوځي ځواکونو د اېستلو پروګرام یو ناسم فکر دی.
 
https://avapress.com/vdcb0wb8srhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته