دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 179078
کندهار نېش ولسوالۍ کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوی
د کندهار په نېش ولسوالۍ کې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې دغه وسله وال په هغو پوځي عملياتو کې وژل شوي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د نېش ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوي دي.
په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال ویاند احمد صادق عيسى وایي چې په شويو عملياتو کې ۳ نور وسله وال ژوبل شوي هم دي.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdchqwnz623nqvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته